د سین هوا اژانس د خبر له مخې د اقتصاد مرکزي کاري غونډه د روانې میاشتې په ۲۱ نیټه پای ته ورسیده. په دغه غونډه کې دا یاد شوي چې باید د شخصي تصديو له پرمختګ څخه ملاتړ وشي، قانوني سیستماتیک چاپیریال دې وساتل شي او د شخصي تصديو د خاوندانو د سرومال امنیت دې وساتل شي.
شخصي اقتصاد د چین د پرمختګ یوه اړینه برخه ده. سږ کال د چین مرکزي او محلي حکومتونو د شخصي تصديو د ارامتیا لپاره یو لړ تدبیرونه نیولي دي مثلاً مساوي بازاري چاپیریال ورته برابر شوی، د تصدیو د ادارې کولو لګښتونه کم شوي او د اړوندو تصدیو قانوني حقوق او ګټې ساتل شوې دي او داسې نور.
د بېجینګ پوهنتون د ګوانګ هوا په نوم د ادارې پوهنځي مرستیال پروفیسر یان سه وویل: په یاده غوڼده کې د شخصي تصديو لپاره د پام وړ مسئلو په اړه پاملرنه شوی او د دوی اطمینان پاوړی شوی دی مثلاً د تصدۍ خاوندانو د سرومال د امنیت ساتلو او د دوی د پانګې راجلبولو د اسانتیا په ګډون ځینې مسئلې او داسی نور.
په یاده غونډه کې دغو اړخونو ته هم پام شوي چې تر لویې اندازې پورې به مالیات او لګښت کم شی، د شخصي او وړوکو تصدیو لپاره به د پانګې راجلبولو لپاره اسانتیاوې برابرې شي او د منځنیو او وړوکیو تصديو د پرمختګ لپاره به د مساوي سیالیو سیستماتیک چاپیریال تامین شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |