CRI Online

په کانادا کې د چین سفارت د دغه هېواد په اړه یوه اعلامیه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-22 16:38:32
په کانادا کې د چین سفارت د دغه هېواد په اړه یوه اعلامیه خپره کړه

د سین هوا اژانس د خبر له مخې په دې وروستیو ورځو کې د کانادا ځینو خبري رسنیو هغه جعلي او بې بنیاده ګنګوسې خپرې کړې چې چین پر دې هېواد انترنټي بریدونه کړی دی. دغه راز د روانې میاشتې په ۲۱ نیټه چیني سفارت په غبرګون کې په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي چې هغه هېوادونه چې (Prism plan)(Equation Organization)(echelon) په نوم نړیوالې استخباراتي شبکې لري، له اوږدې مودې راهیسې پر نورو هېوادونو، تصدیو او کسانو په منظمه توګه پټه اوریدنه، څارنه او انترنټي غلا کوي. مګر دوی اوس د چین نیوکه کوي چې پر دوی یې انترنټي برید او هایکرۍ عمل کړی دی. متل دی غلبېل پاڅي او کوزې ته وایي چې په تا کې دوه سوري دي. په حقیقت کې چین پخپله د انترنټي بریدونو څخه ځپل شوی هېواد دی او نه جرم کوونکی.

د کانادا په ځینو خبري رسنیو کې اړوند خبرونه بیخي جعلي او بې بنسټه دي او له کتونکو یې حقیقت ورک کړی دی.

په دې ورځو کې د کانادا ځینو خبري رسنیو خبر ورکړی چې امریکا پر دوه چینایانو دعوا کړې او په انترنټي غلاوو یې تورن کړي دي او پر چین یې نیوکه کړې چې چین پر کانادا انترنټي بریدونه کړی دی چې له کانادا سره د چین له اړوندې ژمنې څخه سرغړونه او خلاف بلل کیږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای