CRI Online

وانګ يي د چين او هند تر منځ د خبري رسنيو درېيم لوړ پوړی فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-12-22 16:51:37

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او هند تر منځ د خبري رسنيو درېيم لوړ پوړی فورم پر ځايي وخت د دسمبر په ۲۱ مه نېټه د هند په پلازمينه نوي ډيلي کې جوړ شو. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د هند د بهرنيو چارو وزير سوشما سوارج په ګډه سره د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او خپلې ويناوې يې وکړې.

وانګ يي د دې فورم پرانيستونکو مراسمو ته مبارکي وويله. وانګ يي د مبارکۍ په پيغام کې وويل چې دغه فورم د چين او هند د رسنيو تر منځ د متقابلې پېژندنې په اړه اغېزمن او مهم رول يې لوبولی دی چې د چين او هند د کلتوري تبادلې په اړه يوه مهمه صحنه يې جوړه کړې ده. د دواړو هېوادونو مشرانو تل د خبري رسنيو تر منځ تبادلې ته په درنه سترګه کتلي دي او د چين او هند تر منځ د همکارۍ لپاره يو عيني او دوستۍ چاپيريال جوړ شوی دی. موږ بايد په پوره توګه د دواړو مشرانو تر منځ د تر سره شوې مهمې ګډې نظريې پلې کړو، د خبري رسنيو تر منځ تبادلې او همکارۍ ژورې کړو، د دواړو هېوادونو وګړو تر منځ متقابلې پېژندنې زياتې کړو تر څو د چين او هند تر منځ همکارۍ په بشپړه توګه پرمختګ ومومي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای