CRI Online

د کوريا جمهوريت پوځ: په ۲۰۱۹ کال کې به د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسی جمهوريت تر منځ پوځي باور پياوړی شي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-22 16:55:07

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د دفاع وزارت د روانې مياشتې په ۲۰ مه نېټه د ۲۰۱۹ کال لپاره د ملي دفاع کاري رپوټ خپور کړ. په دې رپوټ کې يې ويلي چې د کوريا جمهوريت به په ۲۰۱۹ کال کې د پانمونجوم اعلاميې په پوځي ساحه کې د تطبيق موافقه ليک پلی کړي او خپلمنځي پوځي باور به پياوړی کړي.

د رپوټ له مخې، د کوريا جمهوريت پوځ به په راتلونکي کال کې د پانمونجوم اعلاميې په پوځي ساحه کې د تطبيق موافقه ليک په ښه توګه پلی کړي، د پنمونجوم په ګډه دفاعي سيمه کې غير پوځوالی به تصويب کړي تر څو د شمال او جنوب تر منځ د متقابل ازاد تګ راتګ د تر سره کولو لپاره فرصتونه برابر کړي. د کوريا جمهوريت به په مداومه ترګه د کوريا له ديموکراتيک ولسی جمهوريت سره د پنمونجوم له غيرپوځي سيمې څخه د پوستو د لېرې کولو په اړه سلا مشورې وکړي او په عين وخت کې به د پوستو تر لېرې کولو وروسته د څارنې په پاتې مسئلې هم خبرې اترې وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای