CRI Online

عراق او امریکا په دې اړه مشوره وکړه چې امریکا له سوریې څخه خپل ځواکونه وباسي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-23 16:06:46
عراق او امریکا په دې اړه مشوره وکړه چې امریکا له سوریې څخه خپل ځواکونه وباسي

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د عراق د صدراعظم مطبوعاتي دفتر د روانې میاشتې په ۲۲ نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې صدراعظم عادل المهدي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره تلېفوني خبرې وکړې چې له سوریې نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه یې خبرې وکړې. پامپیو وویل چې امریکا به په عراق کې د داعش پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي.

په یاده اعلامیه کې همدارنګه ویل شوې چې پامپیو د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تفصیلاتو باندې رڼا اچولې ده. پامپیو د عراق حکومت ستاینه هم وکړه چې د ملي امنیت د ساتلو او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاس نه وهلو په اړه یې هلې ځلې کړې دي.

مهدي وویل چې د سوریې امنیت او له سوریې سره سیاسي هوکړه د عراق او سیمې له امنیت او ارامتیا سره مستقیم تړاو لري.

د امریکا د سپینې ماڼۍ په ۱۹ نیټه وویل چې په دې حال کې چې په سوریه کې د داعش پر ضد مبارزه لاسته راوړنې لري نو امریکا به له دې هېواد څخه خپل ځواکونه وباسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای