د سین هوا اژانس د خبر له مخې ازبکستان په دې وروستیو ورځو کې د لومړي ځل لپاره د حاکمیت باوري کچه ترلاسه کړې چې په جلا جلا توګه د فیچ او ستنډرډ و پورس په نوم د دوو نړیوالو سازمانونو لخوا ټاکل شوې ده. دا چې ازبکستان د لومړي ځل لپاره د نړیوالو سازمانونو له خوا حاکمیت باوري کچه ترلاسه کړې ده، د نړیوالو پانګو راجلبولو لپاره ګټوره ده.
د روان کال د نومبر په پای کې د ۲۰۱۹ - ۲۰۲۱ کال پوری د اقتصادي اصلاحاتو د مهمو نقشه پلانونو په غونډه کې د دغه هېواد د صدراعظم مرستیال او مالیې وزیر کوچیکلوف وویل چې ازبکستان به د کال په پای کې د حاکمیت باوري کچه ترلاسه کړي او د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ ربعه کې به یورو باڼد خپور کړي چې د حکومت په اند دا د خارجي پانګو د راجلبولو یوه لار ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |