CRI Online

اندونيزيا کې د سونامي له امله ۴۳ کسان مړه شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-23 16:31:44

د اندونيزيا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د دسمبر په ۲۳ مه نېټه تائيد کړه چې د دغه هېواد په لوېديځ سوند تنګي کې د روانې مياشتې د ۲۲ مې نېټې په شپه د سونامي له امله ۴۳ کسان مړه شوي او ۵۸۴ تنه ټپيان شوي دي. تر اوسه پورې د چيني اتباعو د مرګ ژوبلې په اړه خبر نه دی خپور شوی.

د يادې ادارې وياند سوتوپو پوروو نوګروهو په خپل ټويټر کې ويلي چې د ۲۳ مې نېټې د سهار تر ۷ بجو پورې د سونامي له امله ۲ تنه ورک، ۴۳۰ کورونو او ۹ هوتلونو ودانۍ زيانمنې او لس بېړۍ زيانمنې شوې دي.

د ګونونګ کراکاتاو په نامه اورغورځوونکی غر د جاوا ټاپو او سوماترا ټاپو تر منځ په سوند تنګي کې پروت دی چې دا يو فعال اور غورځوونکی غر دی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای