CRI Online

په زړه پورې چیني غږونه او معیاري غږیز تدریسي کتاب

cri     (GMT+08:00) 2018-12-23 16:39:05

په زړه پورې چیني غږونه او معیاري غږیز تدریسي کتاب

د روانې میاشتې په ۲۳ مه نیټه د مکتب او ښوونځي د چیني ژبې درسونو د لوستلو پروژې د دوهم فصل نتیجې نشراتي غونډه چې د چین د میډیا ګروپ، ښوونې او روزنې وزارت او د ژبو د ملي کمیټې له خوا په ګډه جوړه شوې، په بېجینګ کې ترسره شوه. د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د مطبوعاتو څانګې مرستیال او د چین میډیا ګروپ مشر شن های شیونګ، د ښوونې او روزنې وزارت معین او د ژبو د ملي کمیټې مرستیال مشر دو جان یوان په برخې اخیستنې سره سل غږیز درسونه په رسمي توګه انلاین شوي دي.

د مکتب او ښوونځي د چیني ژبې درسونو د لوستلو نمونوي خزانه د معیاري چیني ژبې د زده کولو په اړه د زده کوونکو تدریسي غږیز کتابونه دي چې د چین د میډیا ګروپ ، د ښوونې او روزنې وزارت او د ژبو ملي کمیټې تر ګډې لارښوونې لاندې د میډیا ګروپ د څه دپاسه سلو تنو وتلو ویاندویانو او غږ ثبتوونکو له خوا جوړ شوي دي.

دغه ځل د دې پروګرام دوهم فصل د نوی کال په رارسیدو سره د زده کوونکو لپاره یوه تحفه هم ده. د چین میډیا ګروپ او د ښوونې او روزنې وزارت د لیرو، ملي لږکیو، سرحدي او بې وزلو سیمو مکتبونو او ښوونځیو ته ښوونیز سامان الات هم برابر کړي دي چې په کې ۲۰۰ ګڼې غزیز درسونه ثبت شوي دي.

د دغه پروګرام لومړی او دوهم فصلونه ۲۰۰ غزیز درسونه لري چې د سي سي ټي وي، سي ان ار، سي ار ای او د ښوونې او روزنې وزارت په اړوندو ویب سایټونو او انترنټي ایپونو کې کتل او اوریدل کیږي. د خبر له مخې د دغه پروګرام درېیم فصل د جوړولو په حال کې دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای