CRI Online

د اندونيزيا په سوند تنګي کې د سونامي له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۲۸۱ تنو ته رسيدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-24 09:06:17

د اندونيزيا په سوند تنګي کې د سونامي له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۲۸۱ تنو ته رسيدلی دی

د سينهوا اژانس د خبر له مخې له ناورينونو سره د اندونيزيا د مقابلې ادارې د ډسمبر د ۲۳مې نيټې په شپه وويل چې د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه د دې هېواد په لويديځ سوند تنګي کې د سونامي له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۲۸۱ تنو ته رسيدلی دی .

د يادې ادارې وياند سوتوپو په يوه اعلاميه کې وويل چې د دې سونامي له امله ۱۰۱۶ تنه ټپيان او ۵۷ تنه نور ورک دي او د دې ترڅنګ څه باندې شپږ سوه کورونه او ځيني تاسيسات زيانمن شوي او څه باندې ۴۲۰ بېړۍ ويجاړې شوې دي.د خبر له مخې دغې سونامې په عمده توګه سيلانيانو او ځايي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای