CRI Online

وانګ يي د هند د ماهاراشترا ايالت له اعلی وزير ديوندرا فادناويس سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-24 09:30:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ۲۳مه نېټه په ممبي کې د دغه هېواد د ماهاراشترا ايالت له اعلی وزير ديوندرا فادناويس سره وکتل.

وانګ يي وويل، چين او هند متمدن تاريخي هېوادونه دي او په تاريخ کې مو د انساني پرمختګ لپاره مهم خدمتونه برابر کړي دي. اوس چين او هند د نړۍ لوی پرمختيايي هېوادونه او نوي رامنځته شوې اقتصادي ټولنې دي. د چين او هند وحدت ټوله نړۍ بدلولای شي. کولتوري تګ راتګ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو مهمه برخه ده. موږ غواړو چې زده کوونکو د تبادلې دلې، سيلانۍ چارو، د ښارونو تر منځ دوستۍ او فلمي چارو په برخو کې له هند سره تبادلې پياوړې کړو. هيله لرم چې د ماهاراشترا ايالت نه يوازې د هند د نورو ايالتونو په پرتله بېلګه شي، بلکې د چين او هند تر منځ د همکارۍ په ساحه کې هم وتلی او مثبت رول ولوبوي.

فادناويس وويل، ما دوه ځله له چين څخه ليدنه کړي، د چين لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه کوم او هيله لرم چې د دوامدار پرمختګ، د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په ګډون مختلفو برخو کې د چين له تجربو زده کړه وکړم. موږ غواړو چې د هند او چين د لوړپوړي کولتوري تګ راتګ ميکانيزم د لومړۍ غونډې په فرصت د سيل، فلمي چارو، تخنيک او پوهنتونونو په ساحو کې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ پياوړې کړو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای