د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي د ډسمبر په ۲۲مه نېټه په دې اړه چې امريکا به له سوريې څخه خپل پوځ وباسي، وويل، په منځني ختيځ کې د امريکا د پوځ شتون له پيل څخه يوه تېروتنه وه او د دې سيمې د بې ثباتۍ يو عمده لامل هم دی.
نوموړي وويل، په تېرو لسګونو کلونو او وروستيو کې د منځني ختيځ سيمې د وضعې څېړنه د دې د دې ښودنه کوي چې په منځني ختيځ کې د امريکا پوځ شتون يوازې د سيمه ييز وضعيت د ترينګلتيا سبب ګرځېدلی او نوره نتيجه يې نه ده درلودلې.
د اړوند خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې امريکايي پوځ به ژر له سوريې څخه ووځي. له دې امله د امريکا د دفاع وزير جمس ماتيس له خپلې دندې څخه استعفا کړې ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |