CRI Online

هند په بريالي ډول د Agni -۴ په نامه يو بالستيک توغندی وتوغاوه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-24 10:34:40

د هند خبري رسنيو د ډسمبر په ۲۳مه نېټه خبر ورکړ چې هند په همدې ورځ د اوديشا ايالت د عبدال قليم ټاپو په تجربوي ډګر کې په بريالي ډول د Agni -۴ په نامه يو بالستيک توغندی وتوغاوه. دغه توغندی چې اوږدوالی يې ۲۰ متره، وزن يې ۱۷ټنه دی، ذروي ګولۍ لېږدولای شي. دغه توغندی عصري تخنيک لرونکی سيستم لري او په اتوماټيک ډول د الوتنې انحراف د سمولو توان لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای