د بېجينګ ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د موسيقۍ چارو نړيواله غونډه يعنی د ۲۰۱۸م کال د موسيقۍ چارو پنځم عالي رتبه فورم د ډسمبر له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شو چې په دې فورم کې د ۲۰۱۸م کال د چين د موسيقۍ چارو د پرمختګ راپور خپور شو. د دې راپور سره سم، تېر کال د چين د موسيقۍ چارو عمومي عايد ۳۴۷ مليارډو او ۹۴ مليونو يوانو ته رسېدلی دی.
د خبر له مخې، دغه فورم د موسيقۍ آلو جوړولو زرګونه شرکتونه او اړوند شخصيتونه راجلب کړ. دوی د انټرنيټ د مروجولو په حال کې د موسيقۍ چارو د پرمختګ او اصلاح د نوي چوکاټ په باب بحث وکړ. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |