د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د غزني د والي وياند عارف نوري د ډسمبر په ۲۴مه نېټه وويل، د يکشنبې په ورځ په دې ولايت کې يوه چاودنه وشوه او له امله يې ۷ تنه ملکي وګړي ووژل شول.
نوموړي وويل،د دې ولايت د ده يک ولسوالۍ په شاه خوګ ناحيه کې يو مني بس پر خښ کړای شوي ماين وربرابر شوی او چاودنه رامنځته شوې. هغه د دې بريد پړه پر طالبانو وراچولې ده (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |