د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ډسمبر په ۲۲مه نېټه د م م په عمومي اسامبلې کې له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې د م م په عادي بوديجې او د سولې ساتلو په بوديجه کې د بېلا بېلو غړو هېوادونو له خوا د ور کول کېدونکو پيسو انډول پرېکړه ليک تصويب شو.په عادي بوديجه کې به د چين له خوا د ور کېدونکو پيسو انډول د لومړي ځل لپاره د جاپان په پرتله زيات وي او چين به په دې برخه کې دوهم مقام ونيسي.
د ياد پرېکړه ليک له مخې به په عادي بوديجه کې د چين له خوا د ور کول کېدونکو پيسو انډول له ۷.۹۲ سلنې څخه شاوخوا ۱۲ سلنې ته لوړ شي او چين به په دې برخه کې دوهم مقام ونيسي.د م م د سولې ساتلو په تړاو بوديجه کې به د چين دغه انډول له ۱۰.۲۴ سلنې څخه ۱۵.۲۲ سلنې ته لوړ شي او پکې لاهم دوهم لوی پيسو ورکوونکی هېواد دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |