CRI Online

شي جين پينګ د اندونيزيا په سوانډا تنګي کې د سونامي له امله د دې هېواد ولسمشر جوکو ويدودو ته د خواخوږۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-24 19:47:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۲۴ مه نېټه د اندونزيا په سوانډا تنګي کې د سونامي له امله د رامنځته شوې مرګژوبلې په اړه د دې هېواد ولسمشر جوکو ويدودو ته د خواخوږۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي چې په خواشېنۍ سره خبر شوم چې په د سونامي له امله پر سوانډا د اوبو د ونې څپې راغلي او ډېره مرګ ژوبله يې اړولې او مالي زيانونه يې هم رامنځته کړي دي. زه د چين حکومت او چينايانو په استازيتوب او له خپله اړخه پر ټولو مړو شوو کشانو ژور خپګان او د مړو شوو خپلوانو او ژوبلو کسانو سره خواخوږي څرګندوم.

اندونيزيا د چين ښه ملګری او دوست هېواد دی. باور لرم چې اندونيزيان به ستاسو او د اندونيزيا حکومت تر ټينګې لارښوونې لاندې ستونزې حل کړي او ژر تر ژره به خپل کورونه بيا ابد کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای