CRI Online

د مکسيکو کارپوهانو: د چين د پرمختيا تجربې د پرمختيايي هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-24 19:49:46

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د څلويښتمې کاليزې د نمانځنې په غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مهمه وينا د مکسيکو د بېلا بېلو ټولنو د تودو غبرګونونو سبب شوې ده. د مکسيکو اکثره کارپوهان په دې اند دي چې د چين د پرمختيا برياليتوبونه د دغه هېواد په شمول د پرمختيايي هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دي. په چين کې د ورخلاصون پراختيا نه يوازې د ځان بلکې د ټولې نړۍ لپاره يوه مثبته او ګټوره نښه ده.

د يوويشتمې پيړۍ د سوسياليزم د نظر جوړوونکي او د مکسيکو د ښارونو د اوتونوما پوهنتون پروفيسر هينز ديتيريچ په دې نظر دی چې د اصلاحاتو او ورخلاصون له څلويښتو کلونو وروسته نن ورځ د چين دولت رئيس شي جين پينګ يو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ چې د چين د کمونېست ګوند لارښوونو ته دوام ورکړای شي او د چين د ځانګړي سوسياليزم ميکانيزم ورته بشپړ او پرمختيا ورکړای شي. تاريخ دا ثبتوي چې د چين لخوا ټاکل شوې لاره سمه ده چې ټولې نړۍ ته يوه نظريه او په عمل کې څرګندونې وړاندې کوي. هغه وويل د شي جين پينګ په وينا کې يو ځل بيا د کمونېست ګوند پر لارښوونې ټينګار شوی چې په راپور کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په څلويښتو کلونو کې تر لاسه شوي ستر برياليتوبونه په ټينګه توګه دغه نظر ثبتوي. هيڅ يو ميکانيزم د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د چين د ځانګړي سوسياليزم په شان همدومره زياتې لاسته راوړنې نه شي تر لاسه کولی. يو حکومت د اوږدې مودې لپاره واکمنې کولی شي چې تر ټولو مهم بنسټ د زيات شمېر خلکو ملاتړ تر لاسه کول دي. نو حکومت بايد د خلکو اړتياوې پوره کړي او د خلکو مسئلې حل کړي. د چين کمونېست ګوند د واقعي فعاليتونو له لارې خپلې دندې تر سره کړې او په تېرو څلويښتو کلونو کې يې د زمانې د پرمختيا له مخې پرمختګ کړی دی.

د مکسيکو د اتونوما ملي پوهنتون د مکسيکو او چين د څيړنې مرکز منشي ينريکوي دوسيل پيتيرس وويل چې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په څلويښتو کلونو کې سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي چې د انسانانو په تاريخ کې نه دي رامنځته شوې. په چين کې د ورخلاصون دوام د ټولې نړۍ لپاره ګټور دی، په تيره بيا نن ورځ نړيوالو حالاتو ژور بدلون موندلی او ځيني هېوادونه د تسلط د کمزورتيا له امله منزوي کېدلو غوښتنه، د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنه او يو اړخيزم پر لارو قدم وهي. پروفيسر دوسيل وويل چې د چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د چين ځانګړتيا لرونکی نړيوال کېدل دي. اوس دا ليدل کيږي چې چين په عمده توګه د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په وسيله نړيوال کيدل هڅوي. په دغه وړانديز کې د نړيوال تګ راتګ، د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکارۍ، د جنوبي او شمالي نړۍ د ديالوګ او د بنسټيزو تاسيساتو پر ابادۍ ټينګار کيږي.

د مکسيکو د بهرنۍ سوداګرۍ، پانګونې او تخنيکونو د تصديو د شورا د اسيا او ارام سمندر سيمې د کمېسيون رئيس او په چين کې د دغه هېواد پخواني لوی سفير سيرګيو لي وويل د چين يوه دنده د پرمختيايي هېوادونو د همکارۍ او ګډې پرمختيا هڅول دي. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د چين په وړانديزونو کې تر ټولو راجلبوونکی دی چې د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د متقابلو مرستو هڅونه پکې شوې، دغه راز د بنسټيزو تاسيساتو د اړينو پروژو له ابادولو پرته په دغو هېوادونو کې د تګ راتګ فرصتونه زيات شوي دي، برسيره پر دې دغه وړانديز به د بېلا بېلو هېوادونو د هوساينې، د مختلفو هېوادونو د پرمختيا د سويو تر منځ د فاصلو کموالي لپاره ګټور دی. دغه وړانديز به د لاتينې او مريکا و چين تر منځ همکاريو ته فرصت برابر کړي او دغه سيمه او حتې ټوله نړۍ به له دغه وړانديز څخه ګټې واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای