CRI Online

امريکا بايد د خپلو سفارتونو لخوا د جاسوسۍ تجهيزاتو د اخيستلو په اړه تشريحات او مالومات ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-25 09:36:34
امريکا بايد د خپلو سفارتونو لخوا د جاسوسۍ تجهيزاتو د اخيستلو په اړه تشريحات او مالومات ورکړي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ويکي ليکس ويبپاڼې د ډسمبر په ۲۱مه نېټه ځينی تازه سندونه خپاره کړل چې له مخې يې په ډېرو هېوادونو کې د امريکا سفارتونو د جاسوسۍ تجهيزات اخيستي دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د ډسمبر په ۲۴مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، پنځه کاله د مخه د پرزم ګيټ پېښې په هکله امريکا نړۍ ته ځواب لا نه دی ورکړی، اوس ويکي ليکس نوی حالت او مالومات خپاره کړي، نو امريکا بايد نړيوالې ټولنې ته په دې اړه لازم تشريحات ورکړي.

هوا چون ينګ پوښتنه وکړه چې ولې د امريکا سفارتونو د جاسوسۍ دومره زيات شمېر تجهيزات اخيستي، د دوی موخه څه ده او د چا په وړاندې ده؟ څو ورځې مخکې امريکا له څو خپلو ملګرو سره د چين غندنه وکړه چې له اوږدې مودې راهيسې يې د امريکا انټرنيټي امنيت يې خراب کړی او لا کوي يې. د ويکي ليکس له دغو سندونو څخه ښکاري چې امريکا يو ځل بيا غل د غله نيولو نارې وهي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای