CRI Online

د چين د سمندري چارو د پرمختګ منځنی کلنی سرعت اوه اعشاريه دوه سلنه دی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-25 10:21:55

د چين د سمندري چارو د پرمختګ منځنی کلنی سرعت اوه اعشاريه دوه سلنه دی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کمېټې د ډسمبر په ۲۴مه نېټه د سمندري چارو د پرمختګ په اړه کاري راپور واورېد. په دې راپور کې راغلي، د چين سمندري چارو ګړندی پرمختګ موندلی او منځنی کلنی زياتوالی يې اوه اعشاريه دوه سلنه دی.

په دې راپور کې ليکل شوي، د چين سمندري چارې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي او صنعتي جوړښت يې اصلاح او لوړ شوی دی. له ۲۰۱۲ کال راهيسې، د سمندري چارو د پرمختګ منځنی کلنی زياتوالی د اقتصاد د منځني زياتوالي څخه اوښتی و. په ۲۰۱۷ کال کې د چين د سمندري چارو عمومي اقتصادي اندازه ۷ زره ۷ سوو شپېتو مليارډو يوانو ته رسېدلی چې د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت ۹.۴ سلنه برخه جوړوي. په عين وخت کې د سمندري چارو جوړښت د ښه والي او نړيوالې همکارۍ يې د پراخوالي په حال کې دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای