CRI Online

د چين د بهرنيوچارو وزارت: اړوند هېوادونه دې په رښتيني ډول د چين عدلي حاکميت ته درناوی وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-25 10:43:08

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د ډسمبر په ۲۴ مه نېټه د دوو کاناډايانو د نيولو په اړه وويل، پر کاناډايانو مايکل کوريګ او مايکل سپاور اجباري تدبيرونه د چين اړوندو ادارو د دغه هېواد د ملي امنيت د خرابولو په فعاليتونو کې د لاس لرلو په تور له قوانينو سره سم نيولي. په چين کې د يادو دوو کسانو قانوني حقوق تامين دي. موږ له اړوندو هېوادونو څخه غواړو چې په رښتيني ډول د چين عدلي حاکميت ته درناوی وکړي.

هوا چون ينګ په خپلو خبرو کې وويل، د امريکا او کاناډا پر ځينو کړنو د امريکا، کاناډا او نړيوالې ټولنې ډېرو عدالت غوښتونکو نيوکې کړې او په اړه يې مخالفت څرګند کړی دی. موږ يو ځل بيا له کاناډا څخه غوښتنه کوو چې خپله تېروتنه سمه کړي ، مېرمن منګ وان جو دې سملاسي خوشي کړي او په رښتيني ډول دې د دې حقه حقونه تامين کړي .موږ له امريکا څخه هم غواړو چې د منګ وان جو د نيولو امر سملاسي لغوه کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای