CRI Online

لي که چيانګ د چين د دولتي شورا د يوې نوبتي غونډې مشري وکړه او پکې يې د چين له ولسي اقتصاد او کوچنيو تصديو څخه د ملاتړ د اړوندو کارونو سپارښتنې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-12-25 11:02:47

د چين صدراعظم لي که چيانګ د ډسمبر په ۲۴ مه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا د يوې نوبتي غونډې مشري وکړه او په دې غونډه کې يې د چين له ولسي اقتصاد او کوچنيو تصديو څخه د زيات ملاتړ د اړوندو کارونو سپارښتنې وکړې . په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه چې تصدۍ د بانکي حسابونو د پرانيستلو لپاره د جواز درلودلو ته اړتيا نه لري او د سوداګريزو نښو د مالکيت حقونو د څارنې وخت به کم کړي.

په دغه غونډه کې وويل شول چې د اقتصادي کارونو په اړه د مرکزي حکومت د غونډې د پرېکړو عملي کول او د ولسي تصديو او کوچنيو تصديو له پرمختګ څخه ملاتړکول د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د کورني خوځنده ځواک د زياتولو ، د بېلابېلو چارو د نوښت او خلکو ته د زياتو کارونو د پيدا کولو لپاره ګټه لري. چين به د عادلانه او اسانه سوداګريز چاپيريال د جوړولو لپاره هڅه وکړي، ماليات به لاکم کړي او د پانګو د راغونډولو خدمتونه به ښه کړي. دغه راز د تصديو حقه حقونه به تامين کړي ،له قوانينو سره سم به د سوداګرو د سر او مال امنيت وساتي او د هغو تصديو د جبرانوبو ميکانيزم به جوړ کړي چې د قوانينو د تعديل له امله يې زيان کړی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای