د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د ډسمبر په ۲۴ مه نېټه د ځينو لويديځو هېوادونو له مامورينو او رسنيو څخه وغوښتل چې تعصب بايد پرېږدي او په عيني او عادلانه توګه دې د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د امنيت او ثبات د ساتلو تدبيرونو ته وګوري.
والسټريټ ورځپاڼې پدې وروستيو کې خبر ورکړ چې چين په تېر کال کې د شينجيانګ ګڼ مسلمانان تر نظارت لاندې راوستلي، نيولي او د هان قوم له خلکو سره يې يوشان کړي دي، او دا ډول عمليات يې د چيني مسلمانانو په نورو ميشت ځايونو کې هم پيل کړي دي.
هوا چون ينګ د ډسمبر په ۲۴ مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې ياد خبر رد کړ او ويې ويل چې شينجيانګ کورواکې سيمې د خپل امنيت او ثبات د ساتلو او د افراطيت د لرې کولو لپاره تدبيرونه غوره کړي او دغه تدبيرونه د تروريزم د مخنيوي لپاره ګټورې، اغېزمنې او فعالې هڅې دي. چين غواړي له هغو هېوادونو سره هم خپلې تجربې شريکې کړي چې د تروريزم او افراطي ذهنيت له ګواښونو سره هم مخ دي،څو خپل تدبيرونه لاپسې بشپړ او ښه کړي. چين د ځينو هېوادونو د مامورينو او رسنيو له هغو کړنو سره کلک مخالفت کوي چې په دغه موضوع کې دوه ګوني معيارونه غور کوي، د ترهګرۍ پرضد په مبارزه او د افراطيت په لرې کولو کې د چين کوښښونه او تدبيرونه سياسي دسيسه بولي، بدناموي يې او په بدنيت د چين پر قومي او ديني تګلارو نيوکې کوي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |