د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان د ډسمبر په ۲۳ مه نېټه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د تليفوني خبرو پر مهال هوکړه وکړه چې د سوريې په مسئله کې به خپلمنځي همغږي پياوړې کړي څو د سوريې په ځينو سيمو کې د امريکايي ځواکونو له ايستلو وروسته د قدرت خلا مخنيوی وکړي.
د ترکيې انادلو خبري اژانس د ډسمبر په ۲۴ مه نېټه خبر ورکړ چې ترکي ځواکونو د دغه هېواد په جنوب ختيځ کيليس ولايت کې له سوريې سره پولې ته نږدې ټانکونه، زغروال موټر،ابوس توپونه او داسې نورې درندې وسيلې ځای پر ځای کړي دي. د سوريې ازاد پوځ چې ترکيه ورڅخه ملاتړ کوي،هم د سوريې په شمال منبيج سيمه کې پوځي عمليات پيل کړي دي.
بل لور د روسيې د منځنۍ سيمې ځواکونو د ډسمبر په ۲۴ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل،چې تر ۱۵۰ زيات روسي سرتېري د پوځي دندو له پای ته رسيدو وروسته له سوريې څخه د روسيې نوفوسيبرسک ته ستانه شوي دي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |