CRI Online

کابل کې د بريد له امله ۳۲ تنه ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2018-12-25 15:40:19

کابل کې د بريد له امله ۳۲ تنه ووژل شول

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش د ډسمبر په ۲۵مه نېټه زموږ خبريال ته وويل، د ډسمبر په ۲۴مه نېټه کابل کې يو بريد رامنځته شوی او له امله يې لږ تر لږه ۳۲ تنه ووژل شول او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپيان شول.

دانش وويل، ياد بريد د ۲۴مې نېټې په ماسپښين پر يوه حکومتي دفتر ترسره شو او څو تنو اورپکو پکې ګډون کړی و. په وژل شويو کسانو کې ۲۸ تنه ملکي وګړي، يو پوليس او درې تنه بريدګر شامل دي.

د يو بل خبر له مخې، د افغانستان دغه حکومتي دفتر په کابل کې د بهرنيو هېوادونو له سفارتونو سره نږدې موقعيت لري. سرچينه وايي، يو بريدګر د چاودنې پر مهال ځای پر ځای ووژل شو، لږ تر لږه دوه تنه نور اورپکي له پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای