د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې صدراعظم ديميتري ميدويدف د ډسمبر په ۲۵مه نېټه وويل، روسيې د اوکراين پر شخصيتونو او شرکت خاوندانو خپل بنديزونه پراخ کړي دي. هغه په دې اړه اجرايي حکم لاسليک کړی او ويلي يې دي چې د دې حکم موخه د روسيې، روسي شرکتونو او اتباعو د ګټو ساتل دي.
د روسيې حکومتي ويبپاڼه کې په ۲۵مه نېټه ياد اجرايي حکم خپور شو چې د بنديزونو په ليست کې د اوکراين ۲۰۰ شخصيتونه او شرکت خاوندان زيات شوي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |