CRI Online

د ايران په يو پوهنتون کې د يوې ترافيکي پيښې له امله نهه تنه مړه شول

cri     (GMT+08:00) 2018-12-26 11:16:08

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د ايران د تهران په يو پوهنتون کې د يو بس د اوښتلو له امله نهه محصلين مړه شوي دي.

د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د تهران د بېړني مرستندويه مرکز له قوله خبر ورکړ چې د اسلامي ازاد پوهنتون په محوط کې د دغې ترافيکي پيښې له امله ۲۷ تنه محصلين ټپيان شوي چې د څلورو تنو ټپيانو حالت سخت دی. اوس د دغې پيښې لامل پلټنې روانې دي.

د خبري رسنيو د خبر له مخې، د ترافيکي پيښې لامل دا دی چې د بس موټروان د زړه حملې له امله بس له کنټرول نه وتلی دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای