د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ د دسمبر په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې نړيواله ټولنه له افريقا سره د همکارۍ په وخت کې بايد د افريقا غږونو ته زيات پام وکړي، د افريقا په وړتياوو او ظرفيتونو دې باور ولري او د افريقا د غوښتنو احترام دې وکړي.
د خبر له مخې، د روندا ولسمشر پاول کاګامي مخکې د اطريش په پلازمينه ويانا کې ويلی و چې د چين او افريقا تر منځ تګ راتګ ډېر ښه دی. چين په روندا کې ډېر فعال دی، بې کيفيته کارونه يې نه دي تر سره کړي او نه يې تر سره کوي. موږ د خپل توان د اندازې په هکله پوهېږو او بايد د چين لخوا وړاندې شوي وړانديزونه ومنو تر څو د پورونو د زياتوالي او دروندوالي مخه ونيول شي.
په دې هکله وياندې هوا چون ينګ وويل چې چين تل پر دې ټينګار کوي چې افريقايي هېوادونه او خلک په خپله د همکارانو د ټاکلو حق او توان لري. نړيواله ټولنه له افريقا سره د همکاريو په وخت کې بايد د افريقا غږونو او غوښتنو ته پاملرنه وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |