CRI Online

په چين کې د چټکو اورګاډو په کار لوېدلو پټليو اوږدوالی به ۲۹ زرو کيلومترو ته ورسيږي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-26 11:35:32

د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د دسمبر په ۲۵مه نېټه د جه جيانګ ولايت له هانګ جو ښار څخه تر نان چانګ ښار پورې د چټکې پټلۍ له هانګ جو ښار څخه تر هوانګ شان ښار پورې برخه په کار لويدلې ده. د مالوماتو له مخې په راتلونکې يوه اونۍ کې به د چټکو اورګاډو لپاره د لسو نويو لاينونو پټلې پرانيستل شي چې د نويو په کار لويدلو پټليو اوږدوالی به شاو خوا ۲زره ۵سوه کيلومترو ته او په ټول هېواد کې د چټکو اورګاډو لپاره په کار لوېدلو پټليو اوږدوالی به ۲۹ زرو کيلومترو ته ورسيږي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای