CRI Online

په بلژيک کې د چين سفارت د ګرځنده تليفونونو په وسيله د پيسو لګولو خدمتونه پيل کړل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-26 11:41:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په بلژيک کې د چين سفارت د دسمبر په ۲۵مه نېټه د ګرځنده تليفونونو په وسيله د پيسو لګولو خدمتونه پيل کړل چې په نورو هېوادونو کې د چين په ټولو ديپلوماتيکو څانګو کې لومړی دغه ډول خدمت اسانتياوې لري. له هغې ورځې څخه په سفارت کې اړوند ثبت شوي غوښتنونکي په ګرځنده تليفونونو کې د وي چيټ او د اليپې په وسيله پيسې ورکولی شي.

په بلژيک کې د چين لوی سفير څاو ځونګ مينګ په همدې ورځ وويل په دې وروستيو کلونو کې د ګرځنده تليفونونو په وسيله د پيسو ورکولو لارې چټک پرمختګ کړی دی چې په عادي ژوند او بهرنۍ سيلانۍ کې د چيني اتباعو لپاره يوه عادي لاره ګرځيدله ده. په بلژيک کې د چين سفارت د ډېرو کارونو له تر سره کولو وروسته دغه خدمت پيل کړ.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای