د سينهوا اژانس د خبر له م خې له ناورينونو سره د اندونيزيا د مقابلې ادارې د ډسمبر په ۲۵مه نېټه خبر ور کړ چې د روانې مياشتې د ۲۲مې نيټې په شپه د دې هېواد د سوند په تنګي کې د سونامي له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۴۲۹ تنو ته رسيدلی او څه باندې ۱۶ زره کسان له ځايي سيمې څخه وتلي دي .اوس د ژغورنې کارونه روان دي.
د يادې ادارې وياند ستوتوپ پورو نوګروهو په يوه خبري ناسته کې وويل چې د روانې مياشتې د ۲۵مې نيټې تر غرمۍ وروسته تر يوې بجې پورې د دې سونامي له امله ۴۲۹ مړه او ۱۴۸۴ تنه ټپيان او ۱۵۴ تنه نور ورک دي.
نوموړي وويل چې د سونامي د دفاعي سيستم کمښت په دې ناورين کې د مرګ ژوبلې سبب شوی.د سونامي پر مهال سيلانيانو او ځايي وګړو له دې سيمې څخه د وتلو وخت نه درلود.اوس لومړی کار د هغو کسانو لټول دي چې ښايي په سونامي کې ژوندي پاتې وي، او دويم يې د مړه شويو کسانو د جسدونو ليږدول دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |