د سوريې دولتي تلويزيون د ډسمبر په ۲۵مه نېټه خبر ور کړ چې اسرائيلو د همدې ورځې په شپه پر سوريې د توغندي بريد وکړ چې له امله يې يوه جبه خانه ويجاړه شوې او درې تنه حکومتي عسکر ټپيان شوي دي.
د سوريې پوځ وويل چې د اسرائيلو جنګي الوتکو په همدې ورځ د لبنان له هوايي قلمرو څخه پر سوريې توغندي وتوغول چې د زياترو يې د دمشق په لويديځه هوا کې د سوريې د دفاعي سيستم له خوامخه نيول شوې ده.
خو د سوريې د بشري حقونو د پلټنې سازمان د خبر له مخې د اسرائيلو د ياد بريد موخه د لبنان د حزب الله ګوند وسله تون و.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |