CRI Online

له قانوني شرايطو سره سم بازار ته د اورګانونو او شخصيتونو د داخلېدو لپاره د منعه شوی ليست نظام په چين کې په هر اړخيزه توګه پلی شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-26 14:52:51

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کميټې او د سوداګرۍ وزارت د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه په رسمي توګه له قانوني شرايطو سره سم بازار ته د اړوندو اورګانونو او شخصيتونو د داخلېدو په تړاو منعه شوی ليست خپور کړ او ور څخه داسې ښکاري چې په دې برخه کې د چين اړوند نظام د پلې کېدو نوی پړاو رارسيدلی دی.له دې ليست پرته په نورو صنايعو ، ساحو او چارو کې بېلا بېل اورګانونه او شخصيتونه له قوانينو سره سم په مساوي توګه له قانوني شرايطو سره سم بازاز ته داخلېدای شي. د چين حکومت همدارنګه وويل چې چين به په راتلونکې کې يادو اورګانونو او شخصيتونو ته لازياتې اجازې ور کړي او په پر له پسې توګه به په دې ليست کې يادې شوې برخې کمې کړي تر څو يو واحد ، منظم او عصري بازاري سيستم جوړ کړي.

تر څه باندې دوه کلنو ازموينو وروسته تعديل او تنظيم شوی ياد ليست د ډسمبر په ۲۵مه نېټه په رسمي توګه خپور شو.د يادې کميټې د ميکانيزم اصلاحاتو د څانګې مشر شو شان چانګ وويل چې د يو ستر ابتکاري نظام په توګه دغه نظام په هر اړخيزه توګه پلی شوی او ور څخه څرګنديږي چې په دې برخه کې يو واحد او عادلانه اصلي سيستم په چين کې جوړ شوی دی.هغه وويل(اواز............)ور څخه داسې ښکاري چې له دې ليست پرته په نورو صنايعو، ساحو او چارو کې بېلا بېل بازاري اورګانونه او شخصيتونه له قوانينو او قانوني شرايطو سره سم په مساوي توګه اړوند بازار ته داخل شي. ځينې اړوندې څانګې او سيمه ييز حکومتونه نه شي کولی چې په خپله خوښه بازار ته د داخلېدو په برخه کې تدبيرونه ونيسي. له دې ليست څخه هغه کلمه يعنې مساوات څرګنديږي. بازار ته د داخلېدو په برخه کې بېلا بېلو تصديو ته بې توپيره تګلاره غوره کيږي او مساوي حق او فرصتونه لري .

د چين يادې کميټې په ښه ډول د دې نظام د اصلاحاتو کارونو د تر سره کولو لپاره د دې ليست مسوده جوړه کړې وه او په ۲۰۱۶ کال کې يې تر منظورۍ وروسته په تيان جين، شانګهای، فوجيان او ګوانګ دونګ ولايتونو او ښارونو کې ازموينې پيل کړې وې.په ۲۰۱۷ کال کې ازمويښتي چوکاټ ۱۵ ولايتونو او ښارونو ته پراخ شوی.

د ښاغلي شو د معلوماتو له مخې د يادې مسودې په پرتله په تازه ليست کې د شامل شويو برخو شمېر يو سل اووه اويا او د مشخصو اداري تدبيرونو شمېر دوه سوه اته اتيا کم شوی دی. د دې ليست له مخې بازاري اورګانونه او شخصيتونه منع کيږي چې څلورو برخو ته داخل شي.هغه وويل(اواز............) لومړی د قوانينو او قانوني قاعدو له مخې بازار ته د داخلېدو په تړاو د ممنوعيت مقررات دي . دوهم د صنعتي جوړښت د تنظيمېدو د لارښوونکي ليست له مخې پانګه اچوونکې او نوې جوړېدونکې پروژې منع کيږي.درېيم په پولي چارو کې هغه کړنې او عملونه منع کيږي چې له مقرراتو سره سمون نه لري او څلورم د انټرنېټ په تړاو د مقرراتو ضد فعاليتونه بنديږي.

سربېره پردې د دې ليست له مخې بازاري اورګانونه او شخصيتونه د اقتصادي چارو په تړاو ۱۴۷ ساحو ته داخلېدای شي. دغه اورګانونه او شخصيتونه هم کولی شي چې يادو ساحو ته د داخلېدو په هکله خپل غوښتنليکونه وړاندې کړي او د اړوندو ادارو له خوا د اجازې تر ور کول کېدو وروسته يادو ساحو ته داخل شي. او يا دوی به په دې برخه کې له حکومتي شرايطو او مقرراتو سره سم اړوند بازار ته داخلېدای شي. د چين د سوداګرۍ وزارت د مقرراتو او قوانينو څانګې د پلټونکي مرستيال يي جون وويل چې په راتلونکې کې به له قانوني شرايطو سره سم بازار ته د داخلېدو امکانات او د بازاري اورګانونو او شخصيتونو د خوځنده ځواک د راپارولو امکانات ډېر دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای