د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د ډسمبر په ۲۶ مه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې، د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت په ګډو کوښښونو، د کوريا ټاپووزمې په دواړو خواوو شمال او جنوب کې په فعاله توګه د دوو مشرانو د ګډې نظريې، د پانمونجوم اعلاميې او د پيونګ يانګ ګډې اعلاميې روحيې پلې کوي، دواړو خواوو روغې جوړې او خپلمنځي همکارۍ ته هم پرمختګ ورکړی او يو لړ پرمختګونه يې تر لاسه کړي دي.
هغې زياته کړه چې چين د کوريا ټاپووزمې په دواړو خواوو شمال او جنوب کې د اوسني تګ راتګ د ساتلو ملاتړ کوي، دواړه خواوې دې په مداومه توګه مهربانه رويې وښيي او متقابل باور دې ټينګ کړي، خپلمنځي اړيکې دې ښې کړي. نوموړې باور وښود چې دا به د ټاپووزمې مسلې د سياسي حل بهير پرمخ بوزي او دا د دواړو خواوو او سيمه ييزو هېوادونو له ګډو ګټو سره هم سمون خوري.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |