CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د ډيموکراتيک ژوند غونډه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-27 09:50:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د ډسمبر له ۲۵مې نيټې څخه تر ۲۶مې نيټې پورې د ډيموکراتيک ژوند غونډه تر سره کړه تر څو د نوي تيوري زده کړه ،څلور شعورونه او باورونه پياوړي شي او په ټينګې سره د چين په کمونېست ګوندکې د رئيس شي جين پينګ د مشرتوب مقام او د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې واک وساتل شي.د دې غونډې د روحيې له مخې د سياسي بيورو غړي بايد په زړورتوب سره خپله دنده پر غاړه واخلي ،او په جدي توګه دې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې له خوا جوړې شوې تګلارې پلی کړي ، د سياسي بيورو د کارونو له غوښتنې سره سم دې په جدي توګه د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د واحدې مشرۍ د پياوړتيا او ساتنې په هکله د دې سياسي بيورو له خوا طرح شوي مقررات اجرا کړي،د يادې کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ د مهمو هدايتونو او د دې مرکزي کميټې د ترتيباتو اود دې سياسي بيورو له خوا د يادې کميټې د اتو مادو مقرراتو د پلې کولو له غوښتنې سره سم دې د ګوندي او ځاني پلټنې کارونه تر سره کړي.

ياده غونډه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ تر سره شوه او نوموړي په دې غونډه کې يوه مهمه وينا هم وکړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای