CRI Online

روسيه : له سوريې څخه د امريکايي پوځ بېرته ايستل د سيمه ييزو حالاتو د ښه والي لپاره ګټور دي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-27 09:51:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د ډسمبر په ۲۶مه نېټه وويل، له سوريې څخه د امريکايي پوځ بېرته ايستل د سيمه ييزو حالاتو د ښه والي لپاره ګټور دي.

زاخاروا په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، امريکا په دې وروستيو کې له سوريې څخه د خپلو ځواکونو د بېرته ايستلو پرېکړه وکړه، روسيه د دې پرېکړې پلي کېدل له نږدې څاري. روسيه د امريکا د دې پرېکړې پر اهميت پوهيږي، دغه پرېکړه د سيمه ييزو حالاتو د ښه والي لپاره ګټوره ده. هغې دې ته هم اشاره وکړه چې امريکا دې له سوريې څخه د خپلو پوځيانو د بېرته ايستلو وروسته د دې هېواد حکومت ته نيول شوي ځمکې بېرته وسپاري، خو تر اوسه پورې امريکا او سوريه په دې اړه موافقې ته نه دي رسيدلي.

د امريکا سپينې ماڼۍ د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه ويلي دي، له دې امله چې د داعش پر ضد مبارزه کې برياليتوب تر لاسه شوی دی، امريکا له سوريې څخه خپل پوځ د بېرته ايستلو کار پيل کړ. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای