CRI Online

دېموکراتيکې کوريا او د کوريا جمهوريت د رېل پټليو او سړکونو د سره نښلولو کار د پيل مراسم تر سره کړل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-27 10:49:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، دېموکراتيکې کوريا او د کوريا جمهوريت د ډسمبر په ۲۶مه نېټه د دېموکراتيکې کوريا د پانمون په تمځای کې د رېل پټليو او سړکونو د سره نښلولو کار د پيل مراسم تر سره کړل. د دېموکراتيکې کوريا هېواد د سولې او يووالي کميټې مشر ري سون ګون، د رېل پټليو مرستيال وزير کيم يون هيوک او د کوريا جمهوريت د يووالي وزير جو ميونګ ګيون، د ځمکو او ترانسپورټ وزير کيم هيون مي او اړوندو شخصيتونو په دې مراسمو کې ګډون وکړ.

کيم يونګ هيوک په دې مراسمو کې وويل، نن تاريخي اهميت لرونکې ورځ ده، د رېل پټليو او سړکونو نښلول به د قومي اقتصاد د پرمختګ او د شمال ختيځې اسيا د سمسورتيا لپاره نوی قوت رامنځ ته کړي. هغه له دواړو خواوو څخه وغوښتل چې د يووالي لپاره چمتو شي. د کوريا جمهوريت د يووالي وزارت وويل چې ياد کار مهم اهميت لري، خو په عين وخت کې يې پر دې ټينګار وکړ چې دواړې خواوې په دې ساحه کې لا هم د ځينو ستونزو په باب سلا مشورو ته اړتيا لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای