CRI Online

سږ کال ۸۶ زره کيلومتر نوي سړکونه په کار لوېدلي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-27 14:29:21


د ۲۰۱۹ کال د چين د ترافيک او ټرانسپورټ په اړه کاري غونډه د ډسمبر په ۲۶ مه نېټه ترسره شوه او پدې غونډه کې معلومات ترلاسه شوي چې سږکال ۸۶ زره کيلومتره نوي سړکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول  

د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، سږ کال د ټرافيکي بنسټيزو تاًسيساتو د جوړونې کار په چټک ډول پرمختګ کړی، د رېل پټليو د جوړولو کارونو د پانګونو ارزښت ۷۹۲ مليارډو يوانو، د سړکونو او اوبو لارو د جوړولو د کارونو د پانکونو ارزښت ۲۳۰۰ مليازډو يوانو، د هوايي کرښو د جوړولو کارونو د پانکونو ارزښت ۸۱ مليارډو يوانو ته رسېدلی دی. له اټکل سره سم، سږ کال د نويو جوړ شويو رېل پټليو اوږدوالی ۴ زره کليومتره دی چې له دې جملې څخه د چټک اورګاډي پټلۍ اوږدوالی ۲ زره ۶ سوه کيلومتره دی. د نويو جوړ شويو سړکونو اوږدوالی ۸۶ زره کليومتره دی چې له دې جملې څخه د چټک سړکونو اوږدوالی ۶ زره کليومتره دی.

د سږ کال د نومبر تر پای پورې، په ټول هېواد کې د حمل و نقل سربيه ۸۸ مليارډه ۴۰۰ مليونه کمه شوې ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای