د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د چين د شمېرنې دولتي ادارې د ډسمبر په ۲۷مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې د چين د لويو صنعتي تصديو ګټې ۶۱۱۶ مليارډه او ۸۸۰ مليونه يوانو ته رسيدلې چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يوولس اعشاريه اته زيات شوی دی او د زياتوالي انډول يې د لومړيو لسو مياشتو په پرتله په سلو کې يو اعشاريه اته کم شوی دی.
د روان کال په نومبر مياشت کې د چين د لويو تصديو عمومي ګټې ۵۹۴ مليارډه او ۷۵۰ مليونه يوانو ته رسيدلې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يو اعشاريه اته کم شوی دی او د روان کال په اکتوبر کې دغه ګټې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې درې اعشاريه شپږ زياتې شوې دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |