د چين د دفاعي ، علمي او تخنيکي صنايعو ادارې د ډسمبر په ۲۷مه نېټه خبر ور کړ چې د چين د مرکزي پوځي کميټې د تجهيزاتو د پرمختګ له څانګې سره يې په دې وروستيو ورځو کې په ګډه د ۲۰۱۸ کال لپاره د وسلو او پوځي تجهيزاتو د څېړنې او توليد مجاز ليست خپور کړ او يو ځل بيا يې تر زياتې اندازې پورې د پوځي توليداتو بازار ته د اړوندو تصديو د داخلېدو شرايط کم کړل.
په دې ليست کې د توغنديو، وسلو او نقليه راکيټ په شمول د اوو ډولو دوه سوه پنځه اتيا رقمه شاملې دي چې شمېر يې د ۲۰۱۵ کال د مجاز ليست په پرتله په سلو کې دوه شپېته کم شوی دی.په دغه ليست کې هغه برخې شاملې دي چې دولتي ستراتيژيک امنيت او ټولنيز او عام امنيت ته يې اغيزه کوي،تر زياتې اندازې پورې د وسلو او پوځي تجهيزاتو د څېړنې او توليدد اجازې له مخې اداري چوکاټ کم شوی او د حکومتي ادارې له لحاظه د اداري چوکاټ د پراخوالي او اړوند بازار ته د داخلېدو په تړاو ستونزې لېری شوې دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |