د سينهوا اژانس د خبر له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف د ډسمبر په ۲۶مه نېټه د دې هېواد په پارلمان کې د رسمي پيغام د خپرولو په ترڅ کې وويل چې د دې هېواد پر وړاندې د ترهګرۍ او تندلارۍ پرضد مبارزه لاهم سخته ده.تاجکستان به د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ لا پياوړې کړي.
هغه وويل چې په دې برخه کې به د تاجکستان د حکومت مهم کاري لومړيتوب دا وي چې د ترهګرۍ او تندلارۍ د مخنيوي لپاره به تدبيرونه ونيسي، په ترهګرو او تندلارو ډلو کې به د تاجکستانيانو د ګډون مخنيوی وکړي او خپل هېواد ته به په بهرنيو ترهګرو ډلو کې د ګډون کوونکو تاجکستانيانو د راستنېدو لپاره هڅې وکړي.سربېره پردې تاجکستان به په دې برخه کې له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ هم پياوړې کړي.
هغه زياته کړه چې د تاجکستان د ديپلوماتيکو کارونو لومړۍ دنده د منځنې اسيا له نورو هېوادونو سره د اړيکو ټينګښت او په دې سيمه کې د څو اړخيزې همکارۍ پرمخبيول دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |