د چين اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې د يو کمربند او يوې لارې په نوم د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين او تانزانيا ترمنځ د کانونو د پانګونې فورم په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې تر سره شو.د چين د سرو زرو د ډله ييز شرکت د ګوندي کمېټې منشي او د بورډ کمېټې مشر سونګ شين د معلوماتو له مخې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پراته هېوادونه د سرو زرو غني سرچينې لري او خلک يې د سرو زرو د اخيستلو عنعنې هم لري ، نو بايد د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د سرو زرو چارو ته د نورو چارو نه مخکی پرمختګ ور کړی شي.
د معلوماتو له مخې جنوب ختيځې اسيا،د خپلواکو هېوادونو ټولنه او افريقا په نړۍ کې د سروزرو د سرچينو لويې سيمې ګڼل کيږي او د سروزرو ۲۶ توليدونکي هېوادونه لري چې د سروزرو د زيرمې عمومي اندازه يې شاوخوا ۲۶ زره او ۷۰۰ ټنو ته رسيږي چې دغه اندازه په نړۍ کې د سروزرو د زيرمې د عمومي اندازې په سلو کې ۴۶ برخه نيسي.د دغو هېوادونو د سروزرو عمومي توليدي اندازه شاوخوا ۱۱۶۰ ټنو ته رسيږي چې دغه اندازه په نړۍ کې د سرو زرو د عمومي اندازې په سلو کې ۳۶ برخه نيسي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |