CRI Online

د داعش يو وياند د افغانستان په ختيځ کې د امريکا لخوا ووژل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-12-27 16:01:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د داعش وياند چې سلطان عزيز عزام نومېږي، د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د امريکا په هوايي بريد کې ووژل شو.

په يوه اړونده اعلاميه کې ويل شوي چې امريکا د ننګرهار ولايت پر پچيراګام سيمې هوايي بريد وکړ او سلطان عزيز عزام يې وواژه.

د معلوماتو له مخې، سلطان نه يوازې د افراطي سازمانونو د وياند په حيث کار کاوه، بلکې پر حکومتي چارواکو، په تېره بيا پر لوړپوړو چارواکو د بريد کولو لپاره يې د افراطي عناصرو د راغونډولو کار پر غاړه درلود.

داعش تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.(شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای