د سينهوا اژانس د خبر له مخې، عربي متحده اماراتو له اووه کلن ځنډ وروسته د ډسمبر په ۲۷مه په سوريه کې خپل سفارت بيا پرانيست.
د معلوماتو له مخې، په سوريه کې د عربي متحده اماراتو د لوی سفارت چارواکو، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت چارواکو، په سوريه کې د عراق لوی سفير او په دغه هېواد کې د سوډان، تونس او الجزاير د ديپلوماتانو د ياد سفارت د بيا خلاصېدو په مراسمو کې ګډون وکړ.
عربي متحده اماراتو د خليج د عربي هېوادونو د همکارۍ ټولنې لومړی غړی هېواد دی چې په سوريه کې يې خپل سفارت بيا پرانيست.
د ۲۰۱۱م کال د سوريې د بحران د له رامنځته کېډو وروسته، عرب ليګ سوريه په لنډ مهالي ډول د دغه ټولنې له غړيتوب څخه وايستله. د يادې ټولنې د غړو هېوادونو په ګډون زياتو عربي هېوادونو په سوريه کې خپل لوی سفارتونه بند کړل. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |