CRI Online

د ۹۳ هېوادونو لس زرو کسانو د سرتيرو د نړيوالو لوبو په اووم پړاو کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-28 10:58:47

د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان د ډسمبر په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې وويل، د سرتيرو د نړيوالو لوبو اووم پړاو به د راتلونکي کال په اکتوبر کې د چين د وو هان په ښار کې تر سره شي. تر اوسه پورې د ۹۳ هېوادونو لس زرو کسانو په دې لوبو کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.

"تر اوسه پورې د ۹۳ هېوادونو ۱۰ زره او ۴۹ کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي چې له دې جملې څخه ۹ زره ۱۲۲ لوبغاړي او چارواکي دي، حاکمان ۳ سوه او ۸۹ تنه دي، د خبري رسنيو کارکوونکي ۱۷۲ تنه دي."

په دې لوبو کې د برازيل، جرمني، فرانسې،روسيې، امريکا، قزاقستان، کلمبيا، دېموکراتيکې کوريا، قطر او کاناډا د ثبت شويو کسانو شمېر تر نورو هېوادونو زيات دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای