CRI Online

په راتلونکي کال کې به د چين د نوي انرژۍ موټرو بازار په چټک ډول پرمختګ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-28 11:02:02

د چين د سوداګريزو چارو وزارت وياند ګاو فنګ د ډسمبر په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې وويل، د سږ کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې، په چين کې د نوي پلورل شويو نوې انرژۍ موټرو شمېر ۱ مليون او ۳۰ زرو ته رسېدلی دی چې دغه شمېر د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۶۸ سلنه زيات شوی.

ګاو فنګ وويل، د سوداګريزو چارو وزارت به په پر له پسې ډول له اړوندو ادارو سره يو ځای د موټرو د بازار د نوي انکشافي قوت د هڅونې لپاره مثبت کوښښونه وکړي. مثلاً، دوی به د موټر پلورلو مسلک د جوړښت د تنظيمولو اصلاح پرمخ يوسي، د دوهم لاس موټر د پلورلو بازار ته به وده ورکړي، د زړو موټرو د بدلولو کار به چټک کړي، څو د نوې انرژۍ موټر په ګډون د نويو موټرو پلورلو ته ګټور شرايط برابر کړي.

هغه وويل، له اټکل سره سم به په راتلونکي کال کې د چين د نوې انرژۍ موټرو بازار په چټک ډول پرمختګ وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای