CRI Online

د روان کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې د چين د خدمتي سوداګرۍ صادرات او واردات په ثابت ډول زيات شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-28 14:31:28

د چين د سوداګرۍ وزارت د ډسمبر په ۲۷مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې د چين د خدمتي سوداګرۍ صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت له ۴۷۰۰ مليارډو يوانو څخه اوښتی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې له لسو څخه زيات شوی دی.د پوهنې ملکيت حق په تړاو د لوړې کچې خدمتي صادرات او واردات د پاملرنې وړ دي .د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند ګاو فنګ په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل: د روان کال په نومبر مياشت کې د چين د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو پرمختيايي انډول په سلو کې له لسو څخه اوښتی دی او ورڅخه داسې ښکاري چې د چين خدمتي اقتصاد په ثابت ډول پرمختګ موندلی او د خدمتي سوداګرۍ په دننه کې راپارول شوی خوځنده ځواک په پر له پسې توګه پياوړی شوی دی .د دې ترڅنګ د روان کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې د چين د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو پرمختيايي سرعت د وارداتو په پرتله لاچټک و او د خدمتي سوداګرۍ صادراتي توان پياوړی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای