د چين د بۍ دو سپوږمکيو د لارښوونکی سيستم مطبوعاتي وياند ژان چنګ چي د ډسمبر په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې اعلان وکړ چې د چين د بۍ دو درېيم نمبر په نوم بنسټيز سيستم جوړ او بشپړ شو او په همدې ورځ يې نړيوالو ته خدمتونه وړاندې کړل. له دې څخه داسې ښکاري چې د دې سيستم خدمتي چوکاټ له ځايي سيمې څخه نورو سيمو او حتی نړۍ ته پراخ شوی دی.
نوموړي وويل چې د دې سيستم په تړاو سپوږمکۍ او ځمکني سيستم په ثابت ډول روان دی او د نړيوالو لپاره د خدمت توان لري.د پلان له مخې به له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۰ کاله پورې په چين کې د بۍ دو درېيم نمبر په نوم يوولس سپوږمکۍ او د بۍ دو دويم نمبر په نوم يوه سپوږمکۍ وتوغول شي.نو چين به په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د خپلو خدمتونو د ساتلو ترڅنګ نړيوال خدمتي توان پياوړی کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |