CRI Online

د چين په بېجينګ کې د لومړۍ دورې ژمنۍ لوبې پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-12-28 15:19:25

د چين په بېجينګ کې د لومړۍ دورې ژمنۍ لوبې د دسمبر د ۵ مې نېټې په سهار د بېجينګ ښار د های ديان ناحيه په وو که سونګ جمنازيوم کې پيل شوې. د بېجينګ د کمونېست ګوند د کميټې مشر څای چي د پيل په مراسم کې د دغې لوبو پيل اعلان وکړ. دغه لوبې به د راتلونکې کال تر جنورۍ پورې دوام وکړي. ۴ زرو لوبغاړو،لوبڅارو، کارکوونکو او ليدونکو د پيل په ځانګړو مراسمو کې ګډون کړی و. دا لومړی ځل دی چې بېجينګ د ښار په کچه ژمنۍ لوبې جوړيږي.

په بېجينګ کې دغه ژمنۍ لوبې د بېجينګ لخوا د اولمپيک ژمنۍ لوبو لپاره چمتووالی دی، د کنګل او واورې سپورټ د ځواکمنتيا غيرقانوني درملو پيژندلو په برخه کې د کارکوونکو روزنه تر لاسه کړې، د ژمنيو لوبو په سياليو کې د سيالۍ ښه والی او د ژمني المپيک د چمتوالي لپاره دا يو مهم تدبير دی. د مالوماتو له مخې، د يادو لوبو لپاره به د سيالۍ ډلې او ډله يزې ډلې جوړې شي چې د سيالۍ په ډلو کې به ګډونوال له ۸ کلنو څخه تر ۱۷ کلنو پورې لوبغاړي شامل وي، په دغو ډلو کې د يخ بازۍ، سکي کول، پر يخ هاکي او د کورلينګ په شمول د ۴ لويو لوبو مسابقې شتون لري. د بېجينګ د لومړۍ دورې ژمنۍ لوبې د تشکيلاتي کميټې اجرايوي رئيس او د بېجينګ د سپورټ ادارې مشر جاو وون وويل چې موږ به د خلکو په منځ کې د کنګل او واورې سپورټونه په ټينګه پياوړي کړو، په تېره بيا د ځوانانو په منځ کې د کنګل او واورې سپورټونه پرمختګ او عموميت به ژوری کړو.

(اواز۱ ) موږ به لومړی په ټول ښار کې د اولمپيک د ژمنيو لوبو مالومات او د کنګل او واورې پروګرامونو عمومي کول پياوړي کړو. چې له دې سره به نه يوازې په بېجينګ کې د ځوانانو لپاره د کنګل او واورې سپورټونو په برخو کې پياوړتيا وساتل شي بلکې په بېجينګ کې د ځوانانو لپاره د سيالۍ توان د مهارتونو زياتوالي په اړه به لوړه سويه د احتياطي لوبغاړو د چمتوالي لپاره هم ډېر ګټور وي.

سربېره پر دې، د ملکي وګړيو لپاره سيالۍ پراخې او په زړه پورې دي. د نورو زياتو وګړو لخوا د کنګل او واورو په سپورتونو کې بدني پياوړتيا، روغتيا او خوشالي تر لاسه کولی شي، دغې لوبې د يخ بازۍ، سکي کولو په شمول د ۵ لويو لوبو مسابقې جوړې کړي. د بېجينګ د لومړۍ دورې ژمنۍ لوبې د تشکيلاتي کميټې اجرايوي رئيس مرستيال او د بېجينګ د سپورټ ادارې مرستيال څارونکي لو هونګ ځه وويل چې د سيالۍ له لارې به د ملي بدني ښکلا کار پراخ کړي.

(اواز۲) د سيالۍ د لوبو مسابقې په جوړونه کې موږ د پراختيا او برخې اخيستنې ته په درنه سترګه ګورو. له ۶ کلنو څخه تر ۶۰ کلنو پورې وګړي په دغو لوبو کې ګډون کولای شي. د بېجينګ ښاريان غواړي له کورونو څخه بهر ووځي او د يخ او واورې ميدانونو ته لاړ شي. دوی به د يخ او واورې سپورټونو د ګډون له لارې د اړوندو سپورټونو د خوشحالۍ احساسات زيات کړي او د يخ او واورې سپورټونه به د ژوند عصري عادت وګرځوي.

جاو ون وويل چې د يخ او واورې ميدانونو د جوړېدو د بېجينګ په پخوانيو ميدانونو کې يوه نيګړتيا شته، خو بېجينګ په بريالۍ توګه د اولمپيک د ژمنيو لوبو د جوړولو وروسته د يخ او واورې ميدانونو جوړېدل زيات کړي. اوس په بېجينګ کې د يخ سرپټي ۴۰ ميدانونه او ۵۳ ازادې فضا ميدانونه شته. جاو ون وويل چې موږ به د يخ او واورې ميدانونو پياوړتياوې لوړې کړو او ښاريانو ته نورو او د ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره به هلې ځلې وکړو.

(اواز۳) د يوې شمېرنې له مخې، تر اوسه پورې د بېجينګ ښار په چاو يانګ ناحيه، های ديان ناحيه، شي جينګ شان ناحيه، شون يي ناحيه او چانګ پينګ ناحيه کې د يخ نوي سرپټي ميدانونه جوړ شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای