د چين د صنعت او معلوماتي کېدو چارو وزير مياو وې څو ورځو مخکې په يوه کاري ناسته کې وويل چې د اټکل له مخې، په روان کال کې به د مخابراتي چارې عمومي اندازه ۱۴۰ سلنه زيات شي او د انټرنټي لارې چارې صنعت عايدات به ۱۸ سلنه زيات شي.
هغه زياته کړه چې په ۲۰۱۸ کال کې د حکومت وړاندې شوی کاري رپوټ د انټرنټ سرعت د ګړندی کېدو او د بيې د ټيټېدو موخه تر ټاکلي وخت مخکې تر سره شوې او د مخابراتي چارو په برخه کې خدمتونو څرګندې لاسته راوړنې درلودلې دي، کليوالو سيمو کې د نوري فايبر تناسب ۹۸سلنه زيات شوی، په بې وزله کليو کې د بروډبند کرښې تناسب ۹۵ سلنې ته رسېدلی چې له ټاکلي وخت څخه مخکې په ديارلسمې پنځه کلنې پلان له مخې ټاکل شوې موخې ته رسېدلی دی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |