CRI Online

د چين د سپوږمکيو لارښوونکی سيستم (بې دو ) نړيوالو ته خدمتونه وړاندې کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-28 17:15:54

د چين د سپوږمکيو لارښوونکی سيستم  ( بۍ دو ) د ډسمبر په ۲۷ مه نېټه د نړيوالو لپاره خدمتونه پيل کړل.دغه سيستم په نړۍ کې د امريکا د GPS، د روسيې ګلوناس او د اروپايي ټولنې د ګاليليو تر سيستمونو وروسته د سپوږمکيو څلورم لوی لارښوونکی سيستم دی او د نړيوالو لپاره د چين بل خدمت ګڼل کيږي.

په ۲۰۰۰ کال کې د چين ( بۍ دو )په نوم لومړۍ ازمويښتي سپوږمکۍ فضا ته وتوغول شوه.له هغه وخت څخه تر اوسه پورې يعنې په تېرو اتلسو کلونو کې په چين کې ( بۍ دو )په نوم څلور ازمويښتي سپوږمکۍ او د ( بۍ دو )لومړی نمبر، دوهم نمبر او درېيم نمبر په نوم ۴۳ لارښوونکې سپوږمکۍ فضا ته توغول شوي چې له امله يې نه يوازې د چين په دننه بلکې د اسيا او ارام سمندر سيمې،د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو او حتی ټولې نړۍ کې د دغو سپوږمکيوڅرګ لګيږي پيدا کيدای شي.

په دې جمله کې په ۲۰۱۸ کال کې د چين له خوا د توغول شويو ( بۍ دو )درېيم نمبر په نوم لارښوونکو سپوږمکيو شمېر ډېر و او په دغه کال کې د چين په کيهاني چارو کې د سپوږمکيو او هوايي دستګاوو د توغولو شمېر ۳۶ ته رسيدلی چې شمېريې په لومړي ځل له امريکا څخه اوښتی دی . په دې هکله د امريکا د فضايي څېړنيز تخنيکونو د شرکت مسئول مدير ايلون موسک په ټويټر کې وليکل چې په فضايي چاروکې د چين پرمختګ د حيرانتيا وړ دی.

د معلوماتو له مخې چين به تر ۲۰۲۰ کاله پورې د ( بۍ دو ) درېيم نمبر يوولس سپوږمکۍ او ( بۍ دو )لومړي نمبر په نوم يوه سپوږمکۍ فضا ته وتوغوي او تر ۲۰۳۵ کال پورې به لا ځيرک عمومي لارښوونکی سيستم جوړ کړي چې کليدي برخه به يې ( بۍ دو )په نوم د سپوږمکيو لارښوونکی سيستم وي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای